سوداگري
خلک د ژمي په درشل کې د لرګیو د بیو اوچتېدا اندېښمن کړي
د هېواد یو شمېر هغه وګړي، چې له اقتصادي ستونزو ځپلي؛ د سږني ژمي په درشل کې د لرګیو برابرولو سخت اندېښمن کړي دي.
خلک بیا د ژمي په درشل کې دي؛ خو دا ځل ښایي تر ډېر فشار لاندې وي؛ ځکه، چې له وړاندې یې اقتصاد اغېزمن شوی دی.
دوی وایي؛ سوند توکي او نور لومړني اړین توکي شته، خو بیې یې ډېرې اوچتې دي.
دوی له اسلامي امارته غواړي، چې په ښارونو کې د سوند توکو، خواړو او نورو اړینو لومړنیو توکو بیې کنترول کړي.
د کابل اوسېدونکی صدیق الله ، د لرګیو پېرولو ته راغلی وایي؛ په داسې حال کې، چې اقتصاد یې ډېر کمزوری شوی، بیو ته په کتو نشي کولی په ژمي کې لرګي وپېري.
هغه زیاته کړې؛ مونږ راغلي یو، چې لرګي وپېرو؛ خو تر دې حده بیې لوړې شوي، چې د پېر وس یې نلرم.
اوس په کابل کې یو خروار لرګي له اته څخه تر لس زره افغانیو پلورل کیږي.
د لرګیو تر څنګ د خواړو لومړنيو توکو او نورو اړینو موادو بیې هم د پام وړ پورته شوي، چې خلک یې د پېرلو وس نلري.
له دې وړاندې هم خلکو ډېرې اقتصادي ستونزې درلودې؛ خو دا ستونزې وروسته له هغې بیخې ډېرې شوې، چې تېر حکومت له منځه ولاړ او اسلامي امارت پر هېواد واکمن او امریکا هم د افغانستان شاوخوا نهه میلیارډ ډالر پانګه کنګل کړه.
سوداگري
د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنېپټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتینکول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.
ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.
د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنېپټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتینکول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.
له دې مخې د توکو لېږد په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.
چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.
سوداگري
له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.
قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلېدانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.
سوداگري
د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سبسټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.
د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سبسټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.
پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادتکوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنېپټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.
-
سوداگري4 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري1 day agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سوداگري5 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
