سوداگري

خلک د ژمي په درشل کې د لرګیو د بیو اوچتېدا اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۹, ۱۴۰۰)

د هېواد یو شمېر هغه وګړي، چې له اقتصادي ستونزو ځپلي؛ د سږني ژمي په درشل کې د لرګیو برابرولو سخت اندېښمن کړي دي.

خلک بیا د ژمي په درشل کې دي؛ خو دا ځل ښایي تر ډېر فشار لاندې وي؛ ځکه، چې له وړاندې یې اقتصاد اغېزمن شوی دی.

دوی وایي؛ سوند توکي او نور لومړني اړین توکي شته، خو بیې یې ډېرې اوچتې دي.

 دوی له اسلامي امارته غواړي، چې په ښارونو کې د سوند توکو، خواړو او نورو اړینو لومړنیو توکو بیې کنترول کړي.

د کابل اوسېدونکی صدیق الله ، د لرګیو پېرولو ته راغلی وایي؛ په داسې حال کې، چې اقتصاد یې ډېر کمزوری شوی، بیو ته په کتو نشي کولی په ژمي کې لرګي وپېري.

هغه زیاته کړې؛ مونږ راغلي یو، چې لرګي وپېرو؛ خو تر دې حده بیې لوړې شوي، چې د پېر وس یې نلرم.

اوس په کابل کې یو خروار لرګي له اته څخه تر لس زره افغانیو پلورل کیږي.

د لرګیو تر څنګ د خواړو لومړنيو توکو او نورو اړینو موادو بیې هم د پام وړ پورته شوي، چې خلک یې د پېرلو وس نلري.

له دې وړاندې هم خلکو ډېرې اقتصادي ستونزې درلودې؛ خو دا ستونزې وروسته له هغې بیخې ډېرې شوې، چې تېر حکومت له منځه ولاړ او اسلامي امارت پر هېواد واکمن او امریکا هم د افغانستان شاوخوا نهه میلیارډ ډالر پانګه کنګل کړه.

Trending

Exit mobile version