تازه خبرونه
خلک د ناقانونه حکومت زغم نلري- حکمتیار
د یادې ټاکنډلې مشر حکمتیار ګواښ کړی؛ د ټاکنو په اړه د هر ډول ناقانونه پرېکړو پر ضد دریږي او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د تقلب له لارې واک تر لاسه کړي.
د نوموړي په باور؛ یو میلیون او دوه سوه زره تقلبې رايې د یوه نوماند په ګټه کارول شوي دي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ټينګار کړی، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او غوښتنه کوي، چې تقلبې رایې باید ژر تر ژره باطلې شي.
د امنیت او اسلامي عدالت ټاکنډلې د مشر ګلبدین حکمتیار پلویانو له دغو خبرو وروسته د جمعې پر ورځ( د لیندۍ ۱۵) د درالامان پر سړک د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارو پر ضد لاریون تر سره کړ او له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلې پرېکړې له قانون سره برابرې کړي.