1393ټاكنې
خلک: هېڅ امنيتي ګواښ به په ټاکنو کې زمونږ د ګډون مخه ونه نيسي
< ![endif]–>
يو شمېر هېواد وال وايي، هېڅ امنيتي گواښ به په ټاكنو كې د دوی د ګډون مخه ونه نيسي. دوی د ترهګرو وروستي بريدونه وغندل او ويي ويل، دا ډول بريدونه به دوی ونه وېروي او دوی به د رايو صندوقونو ته ولاړ شي او خپل مدني حق به وكاروي.
ناامني د ټاكنو پر وړاندې جدي ستونزه ده، خو يو شمېر هېواد وال وايي، هېڅ امنيتي ګواښ به د دې سبب ونه ګرځي، چې دوی په ټاكنو كې له ګډون منع كړي. دوی وايي، خلك بايد د خپل برخليك پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.
د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د رڼو او عادلانه ټاكنو لپاره پوره چمتوالى لري.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا رئيس نادر نادري وايي، افغانان د سياسي واك سوله ييز لېږد ته چمتو دي، چې د رايو صندوقونو ته ولاړ شي.
همدارنګه د ټاكنو د خپلواك كميسيون پخوانى مشر عزيز الله لودين وايي، د فرهنګي انقلاب لپاره اړتيا ده، چې خلك ټاكنو كې پراخ گډون وكړي. ټاكل شوې د وري په ۱۶ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې وشي.