تازه خبرونه

خلیلزاد او د پاکستان ستر درستیز پر سیمه ییز امنیت وغږیدل

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن د پاکستان د پوځ له ستر درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ويلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم برخه اخیستې وه.

جنرال افتخار زیاته کړې؛ په دې ناسته کې خبرې پر ګډو ګټو، سیمه ییز امنیت او سولې راوڅرخیدې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه لوړپوړي چارواکي د سولې په روان بهیر کې د پاکستان له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل؛ د پاکستان له رښتینې او له شرط پرته ملاتړ او مرستې به امکان ونلري، چې دا بهیر بریالي شي.

هغه ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سولې او سیمه ییزې نښلیدنې لپاره څرګند لید په ډاګه کړی دی او د  ملي ځواک ټول عناصر په سیمه کې د تلپاتې سولې، پرمختګ او هوساینې لپاره پر دغه لید راټول شوي او متحد دی.

خلیلزاد د قطر په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو د پیل له پرانستې وروسته د دوشنبې پر ورځ پاکستان ته رسیدلی او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو په اړه یې د پاکستان له لوړ پوړیو چارواکو او سیاستوالانو سره یو لړ خبرې پیل کړي دي.

پاکستان له افغان حکومت سره په ګډه طالبان د سولې سیاسي بهیر ته هڅولي او په دې اړه یې بنسټیزې هڅې کړی دي.

د شنبې پر ورځ د افغانانو د خبرو د پیل په پرانست غونډه کې له خبرو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه تویت کې څرګنده کړه، چې د خبرو پیل یوه تاریخي ورځ وه او د تلپاتې سولې د خوندي کولو یوه حل لاره؛ مونږ ویاړو، چې په سوله کې برخه اخلو او د ایمان او عزم په زور ورسره روان یو. پاکستان د یو باثباته او سوکاله سیمې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به روانه اوونۍ هندي چارواکو سره هم د افغانستان د سولې او سیمه ییز امنیت په اړه وګوري.

Trending

Exit mobile version