تازه خبرونه
خلیلزاد او ملابرادر د روان تاوتریخوالي د زیاتیدو پر لاملونو خبرې وکړې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د ناتو ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر تېره شپه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ويلي، چې د خوشې شویو طالب زندانیانو د بېرته نیولو لپاره شپني عملیات او د طالبانو په خلاف هوايي بریدونه د دې لامل شوي، چې تاوتریخوالی ډېر شي.
د هغه په وینا ملا برادر له امریکايي پلاوي سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه د طالب رهبرانو د نومونو پر ایستلو هم خبرې وکړې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه د سیاسي مرستیال ملا برادر سره د امریکا او طالبانو د هوکړې د پوره پلي کیدو، د نورو بندیانو خوشې کیدو او د تاوتریخوالي د زیاتیدو پر لاملونو بحث او خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړې؛ له خلیلزاد سره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه د طالب رهبرانو پر لرې کولو هم خبرې کړي دي.
ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد به په دوحه کې د حکومت د خپلمنځي خبرو له پلاوي سره هم خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خلیلزاد به پر دواړو غاړیو فشار راوړي، چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي پر کمولو سلا وکړي. په داسې حال کې، چې تر دې دمه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امریکا او نړیوالې ټولنې هڅې بریالۍ نه وې.
زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدو ته په نغوته او اشاره کې ویلي، چې په افغانستان کې سیاسي توافق ته د رسیدو دروازه به د تل لپاره نه وي پرانیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له ۲۰ څخه په ډېرو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده او د دواړو خواوو پر تلفاتو سرېره هره ورځ لسګونه ملکیانو ته هم مرګ و ژوبله اوړي.