تازه خبرونه
خلیلزاد او میلر د پاکستان له لوی درستیز سره د سولې او امنیت په اړه خبرې کړي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ځواکونو قومندان جنرال سکات میلر نن پنجشنبه د تلې ۱۷ د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د سولې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې دغه ناسته د پاکستان په راولپنډۍ کې جوړه شوې وه او په سیمه کې پر ګډو ګټو، سولې او ثبات، د پاکستان – افغانستان د پولو د مدیریت پر مسلو او د افغانستان د سولې په بهیر کې د اوسنيو پرمختګونو راڅرخیدلي دي.
د راپورونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی محمد صادق هم د دې ناستې برخوال و.
زلمی خلیلزاد اوسمهال د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع لپاره له سیمه ییزو مشرانو سره بېلابېلې کتنې تر سره کوي.
دا خبرې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې وروسته له هغې ودریدې، چې دواړه خواوې د دوه مسلو ( د حنفي فقې او د حکومتي پلاوي لخوا د دوحې تړون د خبرو د بنسټ په توګه نه منل) په اړه هوکړې ونه رسېدې.