تازه خبرونه

خلیلزاد او میلر په افغانستان د سولې په اړه پاکستان ته سفر کړی

Published

on

په داسې حال کې، چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ۲۰ ورځنی مشورتي ځنډ رامنځته شوی؛ خلیلزاد له خپل پلاوي سره د سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته خپل د روان کال پېنځم سفر سر ته رسوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او یو شمېر نورو پاکستانيو چارواکو سره وکتل.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د دوه اړخیزو ګټو پر موضوعاتو په ګډون د سیمه ییز امنیت او په افغانستان کې د سولې پر روان بهیر بحث او خبرې تر سره شوي دي.

د اړوند سرچینې د څرګندونو له مخې؛ باجوه په سیمه  او افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګار تر څنګ  د امریکایي ځواکونو د قومندان له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: پاکستان به سیمې ته د سولې او ثبات په راوستو کې خپلې مثبتې هڅې ونه سپموي.

د خلیلزاد او اړوند پلاوي پېنځم سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې افغان حکومت د سولې د دوه یم پړاو خبرو پیل په افغانستان کې دننه غوښتی؛ خو طالبانو د بل پړاو خبرې د هوکړې له مخې په د قطر په دوحه کې تر سره کول غواړي.

Trending

Exit mobile version