تازه خبرونه

خلیلزاد او نړیواېه ټولنې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر کارمندانو برید غندلی

Published

on

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر کارکوونکیو پرونی برید بشري ضد عمل بولي او وايي، چې د سولې مخالفان د ځان په ګټه د جګړې اور ته لمن وهي؛ بریدونه روان ساتي او هیله من دي، چې څه ترې تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ او نړیواله ټولنه د فاطمې خلیل او جاوید فولاد هدفي وژنه غندو؛ ځکه، چې دا نه یوازې یو ترورستي برید و، بلکې یو بشري ضد عمل هم دی.

زلمي خلیلزاد پخپل یوه ټویټ کې په ډاګه کړې؛ مونږ د افغانانو له دې غوښتنې ملاتړ کوو، چې د دغو ستونزو مخه ونیول شي؛ تلپاتی اوربند رامنځته او له درناوي ډکې سولې ته لار اواره او داسې افغانستان ولرو، چې په کې د هر چا حقونه خوندي وي.

 

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ولسن دغه برید د زغم وړ نه بولي او وایي: مونږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو، چې له افغانستان سره مینه لري؛ د تاوتریخوالي او مرګونو دا پړاو ودروي، پر خلکو ورته بریدونه شنډ او مخه یې ونیسي او د سولې لپاره کار وکړي.

یوناما هم ویلي، چې د بشر حقونو د ملاتړیو د وژنې هیڅ راز توجیه نشته؛ د تورنو کسانو په اړه له ځنډ پرته د داسې څېړنو پیل اړین دی، چې ځواب ویونکې وي.

 

دغه راز انګلستان، ایټالیا، پاکستان جرمنی سویډن او یو شمېر نورو هېوادونو دغه “وحشیانه برید” په کلکه غندلی او ټینګار یې کړی، چې د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې بې احساسه تاوتریخوالی باید ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرد لومړي مرستیال امرالله صالح د دفتر مسوولینو په لویو ښارونو کې پر امنیت ټينګولو او له اداري فساد سره د مبارزې پر تګلاره له کار پیلولو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د ولسمشرۍ د نويو واکونو له مخې به پر امینتي سمونونو او اصلاحاتو ډېر تمرکز رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version