تازه خبرونه
خلیلزاد به د سولې د استازي په توګه خپله دنده روانه ساتي
د سي این این د څرګنذونو له مخې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د سولې په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه خپله دنده روانه ساتي.
په دې اړه سي ان ان نور جزئیات ندي خپاره کړي؛ خو څرګندوي، چې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه څه ندي ویلي.
په راپور کې راغلي؛ دا کومه ساده خبره نده؛ ځکه، چې د نوي حکومت له راتګ سره سیاستوال، په ځانګړي توګه هغه کسان، چې په بهرني سیاست کې ښکېل دي له دندې ګوښه کیږي.
خلیلزاد له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د سولې په چارو کې دنده ترسره کړې او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره یې اړوند خبرې تر سره کړي دي.
سپینې ماڼۍ څرګنده کړې، چې تېره ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ته ویلي وه، چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره د سولې پر تړون له سره کتنه وکړي.
دغه راز ویل شوي؛ امریکا په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي او غواړي، چې د سولې خبرو دواړه خواوې سیاسي حل او اوربند ته ورسیږي.
