تازه خبرونه
خلیلزاد به د یو څه وخت لپاره په دوحه کې پاتې وي – امریکا
رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شونی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د یو څه وخت لپاره په دوحه کې پاتې وي.
رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نیډ پرایس له څرګندونو په ډاګه کړې؛ مونږ ټولې خواوې رغنده ناستې ته هڅوو او پوهیږو، چې پرمختګ هم په کې شونتیا لري.
هغه زیاته کړې: مونږ به د ټولو خواوو تر منځ د خپلمنځي خبرو د هڅولو او ملاتړ لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو ډډه ونکړو او له همدې کبله مونږ هلته یو.
د پاکستان پوځ ويلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان د سولې بهیر په ګډون پر سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزو مسلو هم خبرې شوې دي.
د پاکستان اردو زیاته کړې، چې خلیلزاد د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان له هڅو ستاینه وکړه.
ویل کیږي، د همدې موخې لپاره تېره ورځ د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ میلر او ورسره پلاوی یې د پاکستان د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره د سولې پر روان بهیر خبرې کړي دي.