تازه خبرونه
خلیلزاد د استانبول د ناستې په درشل کې د خبرو لپاره کابل ته راغلی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د شنبې پر ورځ له غرمې مخکې د پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله او د دې شورا له مشرتابه سره د افغان سولې پر وروستیو پرمختګونو بحث او خبرې وکړې.
د خلیل زاد دغه سفر د استانبول له غونډې مخکې تر سره کیږي، چې ټاکل شوي د روانې میاشتې په وروستیو کې پیل شي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ خلیلزاد به له لوړ پوړیو مشرانو سره د سولې بهیر پر وروستيو پرمختګونو او د ترکیې په کنفرانس کې د افغانستان د جمهوري ریاست د سولې لار پر طرحه هم خبرې وکړي.
خلیلزاد به له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري.
د امریکا لخوا د وړاندیز شوې او د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د استانبول په غونډه کې به د افغان حکومت مشران او سیاستوال له طالب استازیو سره وګوري او له نړیوالو شریکانو سره به په هېواد کې سیاسي جوړجاړي ته د لارې پر نقشه بحث او خبرې وکړي.
د ترکیې سرمشریزې لپاره رسمي نېټه نده اعلان شوې؛ خو ځینو سرچینو ویلي، چې کیدی شي د اپریل پر ۱۶ جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني، عبدالله او یو شمېر نور سیاستوال د سولې پر وړاندیز کار کوي، چې په سرمشریزه کې به وړاندې شي.
تېره اوونۍ د ملي پخلاینې مشرتابه کمېټې بېلابېل وړاندیزونه او طرحې راټولې کړي، چې یوه ګډه طرحه د استانبول ناستې ته وړاندې شي.
د پنجشنبې پر ورځ له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ومنله، چې د افغانستان جمهوریت به په سرمشریزه کې یوه ګډه طرحه وړاندې کړي.
صالح ویلي، چې د جمهوري ریاست طرحه، چې ټاکنې په کې شاملې دي او د سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال تضمین غواړي او ډاډ ورکوي، چې داسې معاملې ونشي، چې یوې ډلې ته ټول واک وسپارل شي.
صالح ټینګار کړی، چې د جمهوري ریاست د سولې پلان هر اړخیز دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړی څرګنده کړې: حکومت سولې ته د رسېدو لپاره خنډونه نه، بلکې آسنتیاوې رامنځته کوي؛ خو نه پرېدي، چې اساسي قانون تر پښو لاندې شي.