تازه خبرونه
خلیلزاد د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلیدو لپاره د قطر دوحې ته سفر کړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانانو د خپلمنځي خبرو د لومړي پړاو د پیلولو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې خلیلزاد به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو سمدستي پیل او پرمختګ لپاره اړوند سیمې ته سفر تر سره کړي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: د افغانستان خلک د تاوتریخوالي دوامداره کمولو او سیاسي هوکړې ته چمتو دي او غواړي، چې جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: افغان مشران باید د سولې لپاره دا تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي. ټولو خواوو د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د خنډونه لرې کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او نور یې د پیل وخت دی.
له نښو نښانو داسې ښکاري، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو به روانه اوونۍ په دوحه کې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د سولې خبرو لپاره نوی ۲۱ کسیز پلاوي د مولوي عبدالحکیم په مشرۍ او د شېر محمد عباس ستانکزي په مرستیالۍ معرفي کړی او دغه راز یې د قطر د سیاسي دفتر لپاره د سهیل شاهین پر ځای داکتر محمد نعیم وردګ ټاکلی دی.