تازه خبرونه

خلیلزاد د افغانستان او پاکستان د سولې له هوکړې هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۳۹۹)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او افغانستان د سولې او ثبات له ملاتړه د ګډ لیدلورې له هوکړې هرکلی وکړ.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په یو لړ تویتونو کې ویلي، چې دغه هوکړه کولی شي، چې  په سیمه کې د سولې او پرمختګ لپاره لار اواره کړي.

دغه هوکړه تېره اوونۍ کابل ته د پاکستان د لومړی وزیر عمران د سفر پر مهال  له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان مشرانو سره د لیدو پر مهال رامنځته شوې ده.

د دواړو هېوادونو چارواکو د افغانستان او پاکستان د سولې او ثبات د ګډ لیدلوري هوکړه نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه ده، بلکې ورسره به په سیمه کې هم ودې او پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

دغه راز زلمي خلیلزاد ویلي، چې د عمران خان سفر کابل ته د افغانستان او پاکستان لخوا د ګډ لیدلوري په توګه” اعلان شوی، چې مخ پروړاندې یو ګام دی.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛  دا ګډ لید لوری پر لاندې ټکو راڅرخي:

۱- د بل هېواد پروړاندې د خپلې خاورې نه کارول.

۲- ټولګډونه حکومت.

۳- د خلکو، حکومت او امنیت اړوند ټینګې اړیکې

۴ـ د مرکزي آسیا، پاکستان او افغانستان ترمنځ د پوره اقتصادي، سوداګریزو اړیکو پراختیا.

زلمي خلیل زاد ټینګار کړی، چې مونږ په افغانستان کې د اورکم او اوربند د رامنځته کولو لپاره د پاکستان له ژمنې هرکلی کوو.

Trending

Exit mobile version