تازه خبرونه

خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه له تاجک چارواکو سره خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۴, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (دوشنبه ، د تلې ۱۴) د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښار کې له تاجک ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان د سولې او سیمه ییز امنیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې ولسمشر امام علي رحمان د افغانانو له خپلمنځي خبرو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې تاجکستان د سولې او ثبات په اړه د افغان حکومت د دریځ ملاتړی دی.

خلیل زاد او د تاجکستان ولسمشر د امریکا – تاجک اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم خپل اندونه وړاندې کړي دي.

تاجک دولتي رسنیو په ډاګه کړې، چې: تاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل او د ټولنیز – اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره ټولې اړینې چارې تر سره کوي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د تروریزم، افراطیت او د مخدره توکو د قاچاق په ګډون او د موجوده ګواښونو او ننګونو پروړاندې په ګډه مبارزه کې د همکارۍ د پراخولو پر اړتیا خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version