تازه خبرونه

خلیلزاد د امریکا او طالبانو(ا.ا) تر منځ بې باوریو ته ګوته ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي؛ سره له دې، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوی؛ خو اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ د بې باورۍ فضا د ټینګار وړ ده.

خلیلزاد له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د طالبانو پر څرګندونو د امریکا د بې باورۍ له کبله اړتیا ده، چې د هغوی هڅې وڅارل شي.

زلمي خلیلزاد ویلي: لکه څرنګه، چې ما مخکې هم یادونه کړې اوسمهال زمونږ تر ټولو لویه ستونزه پر هغوی بې باوري ده. یعنې دا په دې معنا ده؛ هغه څه، چې اوسمهال یې دوی وايي، باید باور ورباندې ونکړو. د امریکا د بې باورۍ په تړاو هغه څه، چې طالبان په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو وايي؛ اړینه ده، د هغوی کړنې وڅارل شي.

خلیلزاد د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې طالبان د ډیموکراټیک نظام اساساتو په تیره بیا د ښځو حقونو او نجونو زدکړو ته ژمن ندي؛ ويلي، د ښځو حقونو او د نجونو زدکړو په تړاو د طالب مشرانو تر منځ د

نظر اختلاف شته.

 نوموړي په دې اړه زیاته کړې: زه فکر کوم د نجونو د زدکړو په تړاو د طالب مشرانو تر منځ د نظر اختلاف شته؛ مونږ نشو کولی ووايو، چې ټول طالب مشران پر یوه نظر دي. اوسمهال د افغانستان په ۳ تر څلور ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند د خلیلزاد څرګندونې پاروونکې بولي او د دوحې د هوکړې پر پلي کېدو یې په داسې حال کې ټینګار کړی، چې په وینا یې امریکا له هوکړې سرغړونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ مخکې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلې دندې پریښودو دلیل یې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو او په افغانستان کې د ۲۰ کلنۍ جګړې د پای ته رسولو ماموریت بشپړېدل یاد کړل.

Trending

Exit mobile version