تازه خبرونه

خلیلزاد د امریکا پارلمان ته له افغانستان څخه د وتلو پر تګلاره غږیږي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۵, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي امنیت د څارنې او سمون په اړه د ولسي جرګې فرعي جرګه ګۍ ته د ترمپ ادارې د وتلو د ستراتیژۍ او پر ښځو یې د اغېزې په اړه سپیناوی کوي.

واشنګتن ته له راستنیدو سره سم خلیلزاد ولسي جرګې ته څرګندونې کوي او دغه راز یې فرعي کمیتې ته هم وړاندیز کړی، چې په دې اړه به د تړلو دروازو ترشا سپیناوی وړاندې کړي.

د امریکا ځانګړي استازي، چې په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پیل د پرانستلو په مراسمو کې برخه اخیستې وه؛ دا مهال په پاکستان کې دی او نن په ډیلي کې له هندي چارواکو سره هم وګوري.

د ملي امنیت د فرعي جرګه ګۍ یا کمیتې مشرې ستیفن لینچ له دې هڅې هرکلی کړی او تېره شپه یې په یوه څرګندونه کې هغه یو نوی پرمختګ یاد کړ.

 لینچ ویلي: زه خوښه یم، چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیت کړی، چې د ملي امنیت فرعي کمیتې ته له طالبانو او افغان حکومت سره د خبرو اترو په اړه خپل اند وړاندې کړي.

هغې زیاته کړې: زه د ترمپ ادارې د ستراتیژۍ په ځانګړي توګه پر افغان میرمنو او د امریکا پر امنیت ګټو یې د احتمالي اغېزو کتنې ته سترګې پر لار یم.

لینچ څرګنده کړې؛ له دوه لسیزو جګړو وروسته امریکایان د پوهیدنې او اوریدنې حق لري، چې حکومت څرنګه په افغانستان کې روانه جګړه مسوولانه پای ته رسوي.

هغه د روان کال د اګست پر ۳۱ له پنتاګون او بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه لیک کې د افغانستان په اړه د هېواد پر ستراتیژۍ د شهادت غوښتنه کړې وه.

تېره اوونۍ زلمي خلیلزاد لینچ ته ډاډ ورکړ، چې هغه به فرعي کمیتې ته هر څه روښانه کړي.

د ملي امنیت د څارنې او ریفورم فرعي کمیته د امریکا د ولسي جرګې اصلي تحقیقاتي کمیته ده.

Trending

Exit mobile version