تازه خبرونه

خلیلزاد د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند اعلانولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غزنې د پیښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ یو ځل بیا له حکومت او طالبانو غوښتي، چې د افغانانو هیلو ته درناوی وکړي او جګړه ودروي.

د یادونې ده، چې اوړمه ورځ په غزني کې موټربم چاودنې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي.

خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې په ډاګه کړې؛ حکومت او طالبان باید د خپلو خلکو هیلو ته درناوی وکړي او ژر تر ژره سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

هغه ډاډ ورکړی، چې په دې اړه امریکا د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده.

هغه زیاته کړې؛ دواړه خواوې باید له نړیوال ملاتړه په هېواد کې د ناچاوده توکو او ماینونو خطراتو ته لاسرسی ومومي، چې د ماشومانو او لویانو ژوند خوندي شي.

دغه راز خليلزاد د تاوتريخوالي زياتوالی غندلې او هغه يې د سولې د بهیر شنډوونکی نومولی دی.

هغه پدې اړه څرګنده کړې: مونږ د روانې لوړې کچې لرونکی تاوتریخوالی غندو او ټول هغه کسان محکوموو، چې دغه راز خونړیو او له وحشته ډکو بریدونو ته اجازه ورکوي او یا یې ترسره کوي.

نوموړي څرګنده کړې؛ د دوی موخه له کرکې، جنګ او وحشته داده، چې د سولې، تاوتریخوالي کمولو او د هوسا افغانستان  غوښتونکي افغانان بېوسې کړي؛ دا دښمن باید رسوا او ورټل شي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د افغانانو په ځانګړي توګه د ملکي وګړیو وژنه خورا عامه شوې ده.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې په هېواد کې روانې جګړې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی.

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې د امریکا او طالبانو د تړون او د امریکا – افغانستان د ګډې اعلامیې په شتون کې د سولې لپاره پراخې نړیوالې مرستې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل، د هغه لوی شمېر افغانانو، چې سولې او امنیت ته لیواله او اړ دي؛ افغان وژنې او جګړې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې تاوتریخوالي په ځانګړي توګه هدفي وژنې خورا ډېرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version