تازه خبرونه

خلیلزاد د خبرو ډلو له دمې سره همهاله د اوربند پر اړتیا ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خپلمنځی خبرو له دواړو ډلو وغوښتل، چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۵ له ژمنې سره سمې خبرې پیل کړي.

نوموړي په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې د سیاسي جوړجاړي او تاوتریخوالي پای ته بېړنۍ اړتیا ده.

د خبرو اترو دواړو ډلو د شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۲) په دوحه کې اعلان وکړ، چې په دوحه کې د خبرو ډلو ۲۰ ورځنۍ دمه کړې. په داسې حال کې، چې جګړه “په خواشینوونکې بڼه” روانه ده، “سیاسي هوکړې، د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته بېړنۍاړتیا ده”.

هغه د افغانستان د خبرو اترو د بیا پیل پر اهمیت ټینګار کړی او زیاتوي: څومره، چې له ګواښ سره مخ یو؛ نو لازمه ده، چې د خبرو په بیا پیل کې ځنډ نه وي او دوی باید د جنورۍ پر پېنځمه  له هوکړې سره سم خبرې بیا پیل کړي.

د خبرو ډلو له درې میاشتو وروسته د شنبې پر ورځ دغه له حیرانتیا ډک اعلان وکړ. په داسې حال کې، چې دوی یوازې تېره اوونۍ د خپلمنځي خبرو د کړنلارې او مقرراتو په اړه هوکړه وکړه او بیا یې سر له ننه د اجنډا پر وړاندیزونو د مشورې درې اوونیزه دمه پیل کړه.

د خپلمنځي خبرو د ډلو ویاندویانو د شنبې پر ورځ دوه ټویټونه وکړل، چې په کې راغلي: دا، چې د اجنډا موضوعات نورو مشورو ته اړتیا لري؛ نو دواړو لوریو هوکړه کړې، چې له ۲۰۲۰/۱۲/۱۴ نېټې به دمه پیل او د خبرو بل پړاو به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۵ مه پیل شي.

په قطر کې د حکومتي پلاوي غړي نادر نادري هم ویلي؛ د افغانستان د خبرو اترو دواړو اړخونو د اجنډا د توکو لومړني لیستونه شریک او لومړني بحثونه یې هم ترسره کړل.دغه راز ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ د کابینې لومړنۍ ناستې ته په خبرو کې څرګنده کړه، چې هغه غواړي د افغانستان د سولې خبرو راتلونکي پړاو په افغانستان کې دننه ترسره شي؛ ځکه، چې خلک حق لري د خبرو اترو او په دې اړه له پرمختګ خبر وساتل شي.

اشرف غني دا هم ویلي؛ طالبان هم افغانان دي او له همدې کبله باید پر هغو خبرو هوکړه وکړي، چې په هېواد کې دننه ترسره کیږي.

هغه ویلي: هر ځای، چې دوی (طالبان) په افغانستان کې د خبرو لپاره وغواړي؛ افغان حکومت چمتو دی، چې [هلته] له دوی سره خبرو ته کیني.

غني ټینګار کوي: مونږ غوره ګڼو، چې په افغانستان کې د سولې دوه یم پړاو خبرو ته لار اواره کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت شورا سلاکار د روانې اوونۍ په پیل کې په ډاګه کړې؛ په هېواد کې دننه خبرې اترې د ټولنې له واقعیتونه اغېزمنې کیږي؛ خو په بهر کې پر سوله د بهرنیانو اغېز ډېروي، چې دغه سوله بیا د افغانستان په ګټه نده.

Trending

Exit mobile version