تازه خبرونه

خلیلزاد د خپلمنځي خبرو د حکومتي پلاوي له ښځینه غړیو سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې پر ورځ په دوحه کې د حکومت  د خپلمنځي خبرو د پلاوي له څلور میرمنو سره وکتل.

ښاغلي خلیل زاد ویلي؛ کله، چې د سولې هوکړه لاسلیک شي؛ نو مونږ هوډمن یو، چې د افغان میرمنو له حقونو به ملاتړ کوو.

خلیلزاد دوه ورځې وړاندې دوحه ته ورسید او له افغان او طالب مشرانو سره یې خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې دا لیدنه د دواړو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره ترسره شوې ده.

زلمي خلیلزاد ویلي؛ هغه پرون له فوزیې کوفي، حبیبه سرابي، فاطمې ګیلاني او شریفې زرمتۍ سره ولیدل او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې د دوی افکار واوریدل.

هغه وایي: د افغانستان د خبرو اترو دا غړي هوډمن دي، چې د ښځو له حقونو دفاع وکړي او د جګړې د پای ته رسولو او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی لپاره کار وکړي. د دوی بریا د افغانستان بریا ده. مونږ له دوی سره یو.

په افغانستان کې د ښځو بریاوې په خپلمنځي خبرو کې د لانجې یو مهم ټکی ګرځیدلی. په داسې حال کې، چې طالبان د خبرو اترو په پلاوي کې یوه ښځینه غړې هم نلري.

خلیلزاد د جمعې پر ورځ له ان پي آر سره په یوه مرکه کې ویلي؛ کیدی شي دا لومړی ځل وي، چې طالبان د سولې په خبرو اترو کې له میرمنو سره ناست دي.

هغه دا هم ویلي؛ د حکومتي پلاوي ښځینه غړې وايي، چې د خبرو پرمهال دوی ته درناوی کیږي او دا، چې دوی مخامخ له طالبانو سره غږیږي او له خپلو حقونو دفاع کوي؛ زما په اند دا مثبت دي.

Trending

Exit mobile version