تازه خبرونه
خلیلزاد د خپلمنځي خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه
زلمي خلیلزاد د سولې له ټولو اړخونو غوښتي، چې نه یوازې دا برید وغندي، بلکې د سولې بهیر او خپلمنځي خبرې هم چټکې او ژر پیل کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې مرکچي پلاوې پر غړې فوزیه کوفي وسلوال برید غندلی او دا ناځوانه کړنه د هغه چا کار ګڼي، چې غواړي د سولې روان بهیر وځنډوي او ګډوډ یې کړي.
د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي، چې میرمن کوفي د سولې په بهیر کې یو اوریدونکی غږ دی؛ ځکه، چې هغه تل د ښځو د حقونو پیاوړې ساتونکې پاتې شوې ده.
3/3 I call on all sides who seek peace to not only condemn the attack but to accelerate the peace process and start intra-Afghan negotiations ASAP.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 15, 2020
زلمي خلیلزاد ویلي؛ زه له ټولو اړخونو، چې د سولې غوښتنونکي دي غواړم، چې نه یوازې دا برید وغندي، بلکې د سولې بهیر او خپلمنځي خبرې هم چټکې او ژر پیل کړي.
میرمن کوفي د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته د کابل – پروان پر لویه لار د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ټپي شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې میرمن کوفي او د هغې خور هغه مهال تر وسلوال برید لاندې راغلي، چې په پروان کې له یوې غونډې څخه کابل ته راروان ول.
د هغه په وینا ، برید هغه مهال ترسره شو کله، چې دا دوه میرمنې له خپل موتر څخه راووتلې او غوښتل یې د سړک تر غاړې یو څه واخلي.
ښاغلي آرین زیاته کړې، چې ګولۍ د میرمن کوفي پر ښي لاس لګیدلې او اوسمهال یې روغتیایي حالت ښه دی.
تمه وه، چې نن یکشنبه به په دوحه کې د افغانانو خپلمنځی خبرې وشي؛ خو پوره نېټه یې تر دې دمه څرګنده شوې نده او طالبانو هم ویلي، چې” د افغانستان حکومت هیڅ راز مشروعیت نلري” یوازې د “اشغال دوام ” ته یې زمینه برابره کړې ده.
د یوناما چارواکي وايي: پرون په دوحه کې د ملګرو ملتونو چارواکو د طالبانو له مرکچي پلوي سره خبرې کړي او له خپلمنځی خبرو یې، چې په روانه اوونۍ کې به پیل شي هم ملاتړ کړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې؛ د خبرو اترو لپاره د تاوتریخوالي کمولولو ته چمتووالی اړین دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ له سولې بهیر سره پر څانګوالې مرستې خپل ټینګار هم څرګند کړی دی.
UNAMA officials met the Taliban Political Commission in #Doha today, expressing support for direct intra-Afghan talks starting this week. Reduced violence is required to improve atmosphere for negotiations. UN underscored its availability to give expert help to the peace process.
— UNAMA News (@UNAMAnews) August 15, 2020
