تازه خبرونه

خلیلزاد د خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۳۹۹)

د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي له تېرو دوه ورځو راپدیخوا له طالبانو او افغان چارواکو سره د خپلمنځي یا بین الافغانی خبرو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه او کابل کې له طالب استازیو او افغان چارواکو سره په دې هیله لیدلي، چې د افغانانو تر منځ خبرې له ځنډ او خنډ پرته ژر تر ژره پیل شي.

زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې د قطر په دوحه کې یې له ملا برادر او د طالبانو د سیاسي کمیسیون له غړیو سره درې رغنده غونډې درلودې او یو ځل بیا یې د ترهګرۍ خلاف ژمنو، بین الافغاني مذاکراتو، د ځواکونو وتلو او پر تدریجي اورکم، چې تلپاتې اوربند ته وغزیږي، ټینګار کړی دی.‌

هغه دغه راز څرګنده کړې؛ د تاوتریخوالي په اړه، مې طالبانو ته وویل، چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواوو لخوا راکم شي؛ ځکه دې جګړې بېګناه افغانان خورا ډېر او له اوږدې مودې کړولي دي.

هغه دغه راز ټینګار کړی، چې طالبانو د سولې راوستلو د هوکړه لیک پر پلي کیدو ډاډ څرګنده کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین منلې، چې طالب مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره پلاوي یې د ډاکټر خلیلزاد له پلاوي سره څو پرله پسې غونډې کړي، چې په کې د سولې د بهیر په چټکولو تفصیلي خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ملا برادر اخند ویلي؛ د افغانستان د مسئلې حل د هوکړې په بشپړ تطبیق کې دی او د بندیانو خلاصون به د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي.

د شاهین د څرګندونو له مخې؛ د سولې راوستلو له هوکړې پرته نور میکانیزمونه د سولې په بهیر کې د خنډ جوړولو معنا لري او اوس یې هم د سولې بهیر ته زیان رسولی، نور ځنډ دېر زیان رسولی شي.

تېره ورځ زلمي خلیلزاد په کابل کې له دوه پخلا شویو سیاستوالو هر یو ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، چې مونږ د دوی د هوکړې د نورو پړاوونو په اړه، چې ورته اړتیا ده؛ خبرې اترې کړي دي. د سولې په اړه مو ونله، چې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او اړتیا ده، چې ټولې خواوې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

هغه دغه راز ټینګار کړی، چې مونږ د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو د هوکړه لیک او د افغانستان د حکومت او امریکا د ګډې هوکړې د ژمنو د نورو برخو لکه د بندیانو خلاصولو، خپلمنځي خبرو، اورکم  او په پای کې پر اوربند  خبرې اترې تر سره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې چین، روسیې او ایران هم په افغانستان کې د خپلمنځي خبرو پر پیلولو ټینګار څرګند کړی او د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژایو لیجیان ویلي: مونږ هیله لرو، چې خپلمنخي خبرې به ډېر ژر پیل شي او مثبتې پایلې به ولري. چین د افغانستان د سولې په بهیر کې له ښکېلو خواو سره د اړیکو او همغږۍ په پیاوړي کولو کې رغنده رول لوبولی شي.

Trending

Exit mobile version