تازه خبرونه

خلیلزاد د خپلمنځی خبرو له ډلو سره د لیدنې لپاره دوحه ته سفر کړی

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حکومت او طالبانو د خپلمنځی خبرو له ډلو سره د لیدو لپاره دوحې ته سفر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې ښاغلی خلیلزاد به د افغانانو تر منځ په خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو سره د لیدنې ترڅنګ د سولې له هوکړې وروسته د سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې وکړي.

د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: خلیلزاد به په دې سفر کې د خپلمنځی خبرو له پلاوو سره  پر خبرو سربېره د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د دوی تازه جزئیات هم تر لاسه کړي.

دغه راز خلیلزاد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړی: زه به دوحې او سیمې ته بیا ولاړ شم، چې د افغانستان په واک او د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو اترو او د سیمه ییزو اړیکو، تجارت او د سولې د پرمختګ اړه له ملګرو سره وګورم.

هغه زیاته کړې: نړیواله ټولنه او افغانان هر څه له نږدې څاري او تمه لري، چې خبرې به د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د یوه تلپاتې او هراړخیز اوربند په لور حرکت وکړي.

د حکومت او طالبانو د خبرو اترو د پلاوو د غړیو ترمنځ خبرې دوه اوونۍ دمخه پیل شوي؛ خو په خبرو کې پرمختګ اوس هم ندی رامنځته شوی او پر یوه کاري چوکات یې هوکړه نده کړې.

د دغو خبرو څارونکیو ویلي، چې د خبرو په دې پړاو کې  منځګړیتوب ته اړتیا لیدل کیږي؛ ځکه راپورونه په ډاګه کوي، چې د پلاوو ترمنځ دوه لانجمن ټکي رامنځته شوي دی.

 تېره اوونۍ په ډاګه شوې وه، چې د مذهبي فقې او د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو د هوکړۍ په  رسمیت پېژندلو کې اختلاف ول.

Trending

Exit mobile version