تازه خبرونه

خلیلزاد د سولې خبرو د چټکولو لپاره د سفر نوی پړاو پیل كړی

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاكتر زلمي خلیلزاد سیمې ته خپل سفر جرمني ته له رسېدو پیل کړی او تمه ده، چې قطر، افغانستان، پاکستان او عربي متحدو اماراتو ته هم سفرونه ولري.

د امریکا د نوي حکومت لخوا د افغان سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دندې له غزولو وروسته؛ زلمي خلیلزاد خپل کاري سفر له خپل نوي مرستیال سره په ګډه له جرمني پیل کړ. دی به له هغه هېواده قطر، افغانستان، پاکستان، عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري او د افغان سولې د خبرو د بري لپاره به د دې هېوادونو ملاتړ او مرسته تر لاسه کړي.

زلمي خلیلزاد دا سفر په داسې حال کې پیل کړي، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې له یو څه ځنډ وروسته تېره اوونۍ بیا پیل؛ خو ډېرې ورو روانې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولين تمه ښيي، چې د خلیلزاد دا سفر به د افغان سولې د خبرو له چټکېدو سره مرسته وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري څرګنده کړې؛ مونږ د امریکا د ځانګړي استازي له سفر هرکلی کوو او امریکا د افغانستان یوه غوره ستراتیژیکه همکاره ده. هیله من یو، چې دا سفر د سولې خبرو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان په روان کړکېچ کې ښکېل یو شمېر کورني او بهرني ارخونه پر طالبانو تورلګوي، چې تاوتریخوالی یي ډېر کړی.

افغان حکومت په دې تمه دی، د زلمي خلیلزاد دا سفر به په افغانستان تاوتریخوالی کم او اوربند ته لار اواره کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ویلي؛ د افغانستان حکومت او د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه له طالبانو غواړي، چې پر خبرو ټینګار وکړي او تاوتریخوالی کم کړي. ټولو اسلامي هېوادونو طالبانو ته ویلي، چې جګړه یې د افغانستان د خلکو پر وړاندې مشروعیت نلري او باید له تاوتریخوالي ډډه وکړي.  

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د امنیت شوری له منشي سره په ناسته کې په طالبانو غږ کړی چې جدي خبرې پیل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندګران هېواد څرګنده کړې؛  د روسیې د ملي امنیت شوری منشي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د امارت بیا واکمنیدل د منلو ور ندي او د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له نوملړه د طالب مشرانو د نومونو ایستل بايد د سولې خبرو له پرمختګ سره وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره د سولې د رامنځته کېدو د تړون د لومړۍ کلیزې په څرګندونو کې له امریکا غوښتي، چې له لاسلیک شوي تړون سره سم خپلو اړوند ژمنو ته غاړه کېدي؛ پرته له دې به د سولې بهیر زیانمن شي.

Trending

Exit mobile version