تازه خبرونه

خلیلزاد د سولې خبرو لپاره د سفر نوی پړاو پیل کړ

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته د سولې خبرو د آسانولو لپاره سفر کړی دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ ښاغلی خلیلزاد به په دوحه کې د طالب استازیو سره له کتنې وروسته کابل ته هم سفر وکړي او د افغان حکومت له چارواکو سره به وګوري.

د خلیل زاد سفر په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان حکومت او طالبانو بیا جګړه توده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛  خلیلزاد به په قطر او کابل کې د سولې راوستو د هوکړې پر پلې کولو، د بندیانو پر آزادولو، خپلمنځي خبرو او اورکم خبرې وکړي.  

افغان حکومت ویلي، چې طالبان د سولې لپاره هیڅ لیوالتیا نلري او له امریکا سره د سولې معاملې ته هم ژمن ندي.

د هېواد ملي امنیت او دفاعي چارواکو تېره ورځ په ډاګه کړه، چې طالبانو له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ډېري کړې او له امریکا سره یې له هوکړې ښکاره سرفړونه پیل کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې حکومت له سیاسي هوکړې وروسته هم په کابل او ننګرهار کې پر وروستیو خونړیو بریدونو طالبان پړه وګڼل؛ خو خلیلزاد ټینګار وکړ، چې یاد بریدونه د داعش کار دی او غواړي د سولې بهیر ګډوډ کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې راوستلو هوکړه د فبرورۍ پر ۲۹ د قطر په دوحه کې لاسلیک شوې او ټاکل شوې وه، چې خپلمنځي خبرې د مارچ پر لسمه پیل شوې وای؛ خو پیل نشوې او تر دې دمه ځنډیدلي دی.

Trending

Exit mobile version