Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد د سولې لپاره کابل، دوحې او سیمې ته سفر پیل کړی

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او د یو اس آی ډي د دفتر د استازیو په ګډون یو پلاوي د روان زېږدیز کال د جون پر څلورمه کابل، دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ خلیلزاد او ورسره مل پلاوي یې د جمعې پر ورځ له امریکا څخه سفر پیل کړی؛ له کابل، دوحې او د سیمې نورو هېوادونو څخه به لیدنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ دغه پلاوی به په کابل کې د سولې بهیر په اړه د افغان حکومتي چارواکو، بېلابېلو سیاسي مشرانو او د میرمنو په ګډون د مدني ټولنې د استازیو نظرونه واوري.

د یادې سرچینې د خبرپاڼې له مخې: دغه پلاوی به د افغانستان د پرمختګ او سیاسي جوړجاړي لپاره د امریکا پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړي.

د امریکا دغه استازی خلیلزاد به په دوحه کې دواړه لوري وهڅوي، چې د سیاسي جوړجاړي پر لوري د پام وړ پرمختګ وکړي او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې هم خوندي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: سفیر خلیلزاد به د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د سولې بهیر او د سیمه ییزې سوداګرۍ پر پرمختګونو، چې د سولې راوستو لامل کیږي؛ بحث اوخبرې وکړي.

دا سفر د افغانستان له خلکو سره د واشنګټن د ۲۶۶ میلیونه ډالرو د نوې بشري مرستې له اعلان وروسته پیلیږي. امریکا له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا  نږدې ۳.۹ بېلیون ډالر مرسته کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: د امریکا د خلکو دغه بسپنه به زمونږ له نړیوالو بشري همکارانو سره مرسته وکړي، چې په افغانستان کې له شاوخوا ۱۸ میلیون اړو خلکو په ځانګړي توګه ۴.۸ میلیون بېځایه شویو کورنیو ملاتړ وشي.

 دا مرستې به د ژغورنې، سرپناه برابرولو، د ژوندانه د فرصتونو، اړینو روغتیایي پاملرنو، بېړنیو خواړو، پاکو اوبو، روغتیا ساتنې، او حفظ الصحې ته لاسرسي چمتو او له کرونا ویروسي ناروغیو څخه رامنځته شويو اړتیاوو ته ځواب ووایی.

د یادونې ده، چې پر دې سربېره به دا مرسته د ډېرو زیان منونکیو افغانانو د اړتیاوو په حل کې مرسته وکړي او دغه راز به له هغو ښځو او نجونو سره، چې د ځانګړو خطرونو په ګډون د جندر پر بنسټ د تاوتریخوالي، وبا او اوږدې جګړو له زیانونو سره مخ دي؛ په مخنیوي کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!