سیمه ییز خبرونه

خلیلزاد: د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيتي تړون لاسليك د افغانستان لپاره ډېر مهم دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نړيوالو چارو كارپوه ډاكتر زلمى خليلزاد خبردارى وركوي، چې كه د كابل او واشنګټن تر مېنځ امنيتي تړون لاسليك نه شي، د دې وېره ده، چې له افغانستان سره د امريكا مالي مرستې كمې شي. نوموړي وويل، كه د دواړو هېوادنو تر منځ امنيتي تړون لاسليك نه شي، د دې خطر شته چې په اقتصادي او امنيتي برخه كې له افغانستان سره د امريكا مرستې كمې شي.

داسې ښكاري، چې امريكا د اكتوبر مياشت له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليك لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاكلې ده، خو افغانستان د وړاندې شرط په توګه سراسري امنيت د دې تړون د لاسليك پر وړاندې مخې ته كړى دى.

په همدې حال كې سترګې د لويې جرګې د جوړېدو پر لور اوښتي دي، كومه لويه جرګه، چې په كې ولسمشر حامد كرزى د خلكو د استازو له رايو را ټولولو وروسته دا سند لاسليك كړي.

د نړيوالو چارو كارپوه زلمي خليلزاد، چې په كابل كې د سلګونو ځوانانو او افغان محصلانو په منځ كې خبرې كولې، وويل، د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيتي تړون لاسليك د افغانستان لپاره ډېر مهم دى.

ده وويل، كه  افغانستان او امريكا ونه توانېدل تر اكتوبر مياشت پورې امنيتي تړون لاسليك كړي، بايد په دې برخه كې دوه اړخيزې خبرې ونه درېږي.

خليل زاد، چې دا مهال له سياسي ډلو او كړيو سره د يوې پياوړې ډلې پر جوړولو خبرې كوي څو په راتلونكو ټاكنو كې دوه يا درې كانديدان ودروي، او د نوي حكومت پر تشكيلاتو او ټاكنو كار كوي، وايي، كه دا سند لاسليك نه شي، افغانستان به ضرر وكړي. دى وايي، د دې سند د نه لاسليك په صورت كې د دې وېره ده، چې له افغانستان سره د امريكا مالي مرستي كمې شي.

كه څه هم د دې سند د لاسليك پر وړاندې سياسي مخالفتونه موجود دي، خو ښاغلى خليلزاد هيله من دى، چې دا سند به لاسليك شي.

نوموړي د سلګونو ځوانانو او افغان محصلانو په غونډه كې  د غونډې د برخه والو پوښتنې ځواب كړې.

هغه وسله وال مخالفين را وبلل، چې سياسي مبارزو ته مخه كړي، او ويي ويل هر څوك، چې وغواړي د زور له لارې واك ته ورسېږي، په هېواد كې به د جګړې سبب وګرځي.

خليل زاد په سوله ييزه توګه د سياسي واك ليږد مهم بولي او وايي،  دا بهير به د هېواد پر امنيت او اقتصاد اغېز وكړي. دى وايي، ټاكنيز ائتلافونه بايد خلكو ته د ځواب ويونكو پروګرامونو په ذريعه ټاګنيز كمپاينونه پيل كړي.

Trending

Exit mobile version