تازه خبرونه

خلیلزاد د ټولګډونه حکومت د جوړولو په هڅه کې دی – سیاسیون

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۳۹۹)

یو شمېر سیاسي بهیرونو، ګوندونه او مدني مخکښانو ویلي؛ د افغانستان د سولې امریکایي استازی خلیلزاد  د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د افغانستان د راتلونکي لپاره د بن په څېر د سترې ناستې د جوړېدو په هڅه کې دی.

خلیلزاد د ولسمشر او د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر په ګډون له ټولو سیاستوالو سره کتلي دي.

 سیاستوالو ویلي؛ خلیلزاد سر بېره پر دې، چې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب پر هڅو ټینګار کړي؛ غواړي په دې ناسته کې د ګډون لپاره ایران او پاکستان وهڅوي او د نړۍ له اغېزمنو هېوادونو هم غواړي، چې دواړه لوري سولې ته وهڅوي او دغه راز یې عادلانه او تلپاتې سولې ته د هڅو پر ګړندي کولو ټینګار څرګند کړی دی.   

سیاسیونو ویلي، چې خلیلزاد له دوی غوښتي، چې د ټولګډونه حکومت په اړه خپل اندونه ژر تر ژره د واشنګټن اړوند چارواکو ته وړاندې کړي.

د افغانستان د اسلامي اتحاد حزب مشروحید الله سباوون ویلي: هڅې داسې روانې دي، چې افغانان له دوحې پرته په کوم بل هېواد کې یوه ناسته ترسره کړي او د ټولګډونه حکومت په اړه بحث او خبرې وکړي.

مدني فعالان د ټولګډونه حکومت په تړاو وایي، چې په هر حالت کې باید د افغانستان د برخلیک ټاکلو خبره افغانانو ته وسپارل شي.

د مدني ټولنو شبکې مشرعزیز رفیعي ویلي؛ رامنځته شوي فرصتونه له لاسه وتلي دي. اوس دې د راتلونکي په اړه خلکو ته فرصت ورکړي، چې خپل برخلیک پخپله وټاکي.

مدني مخکښ هادی ابراهیمي په دې اړه ویلي؛ ټولګډونه حکومتونه د هغو هېوادونو لپاره وي، چې هیڅ نظام نلري. خلیلزاد بې فکره د ټولګډونه حکومت پر لوري ګام پورته کوي.   

که څه هم هېواد کې دننه د سیاستوالو تر منځ سیاسي اجماع نه لیدل کیږي؛ خو په هېواد کې نفوذ لرونکې څېرې د جمهوریت تر چتر لاندې د حکومت دارۍ له هر راز بدلونونو ملاتړ کوي.

حکومت په دې اړه، چې آیا زلمي خلیلزاد د ټولګډونه حکومت طرحه ولسمشر غني ته سپارلې که نه؛ خو د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي، چې هر ډول طرحه باید د سولې تضمینونکې وي.

Trending

Exit mobile version