تازه خبرونه

خلیلزاد له طالبانو سره د هوکړې پر پلي کولو ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۳۹۹)

امریکا او طالبان په افغانستان او په ځانګړي توګه هلمند ولایت کې د تاوتریخوالي له ډېریدو وروسته د سولې راوستلو د هوکړې د پلي کولو بر هڅو پرلپسې ناستې تر سره کړي دي.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (پنجشنبه د تلې ۲۴) په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ له طالبانو سره زما او  د جنرال میلر  له پرلپسې ناستو وروسته مونږ هوکړه وکړه، چې د امریکا او طالبانو له هوکړه لیک سره سم به د ټولو برخو او د ټولو شویو ژمنو د پلي کولو لپاره بیا خپلې هڅې سمې کړو.

ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړې؛ دا د عملیاتو د شمېر د لږولو معنا لري. اوسمهال خورا ډېر افغانان مري.‌ له بیا-سمون سره، مونږ تمه لرو، چې پدغه شمېر کې د پام وړ کمښت راشي.

د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې له تېرو اوونیو راپدیخوا بریدونه مخ په ډېریدو دي، چې نه یوازې د سولې بهیر ګواښي، بلکې افغانان او د هغوي سیمه ییز او نړیوال ملاتړي هم اندیښمنوي

ښاغلي خلیل زاد زیاته کړې؛ مونږ به خپله برخه ترسره او په فعاله توګه به یې له پلي کیدو څارنه وکړو. ټولې خواوې باید خپل مسوولیتونه ترسره کړي. مونږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه د هغوی له مرستې او ملاتړه مننه کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راپدیخوا په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ درنده جګړه روانه ده. د دوشنبې پر ورځ امریکايي ځواکونو هم تائید کړه، چې دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ طالبان  بمبارد کړل.

Trending

Exit mobile version