تازه خبرونه
خلیلزاد له قطري چارواکو څخه د سولې په رامنځته کولو کې مرسته وغوښته
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي، چې د افغان سولې خبرو پیلیدو ته لار اواره کړي.
د خلیلزاد په وینا قطر کولی شي، چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په کتنه له هغه غوښتي، چې د افغان سولې د خبرو د پیلیدو لپاره لازمې هڅې وکړي.
د ولسي جرګې ځينو غړيو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې د سولې لپاره د ملت تمه پای ته ورسوي او خبرې پیل کړي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي: د سولې خبرو دواړه خواوې د خپلو ځانګړیو ګټو د ترلاسه کولو لپاره په اختلاف کې دي. جګړه ورته ګټه او ځواک دی. دوی باید ژر تر ژره خبرې پیل کړي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازی حمیدالله حنیف وایي: د سولې خبرې اترې باید ډېر ژر پایلې ته ورسیږي؛ خلکو زیانونه لیدلی او له جګړې زیانونه ویني.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزا له قطري چارواکو څخه د سولې په راوستو کې مرسته غوښتې او د طالبانو یوه پلاوي د ترکمنستان
پلازمېنې عشق آباد ته پر دوه اړخیزو موخو د بحث او خبرو لپاره سفر کړی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې د طالب پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزي کوي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي.
افغان حکومت ويلي طالبان د سولې نیت نلري.
افغان حکومت پر طالبانو نیوکه کړې، چې له یوې خوا د سیمې هېوادونو ته سفرونه کوي او له بلې خوا د سولې نیت نلري او جګړه یې چټکه کړې ده.
د ولسمشر د عامه اړیکو او ستراتيژیکو چارو سلاکار وحید عمر وايي، چې طالبان د سولې خبرو ته نه حاضریږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي پخلاینې عالي شوری له مشر عبدالله عبدالله او جهادي مشر عبدرب رسول سیاف سره لیدلي او تينګار شوی، چې له طالبانو سره د سولې لپاره باید واحد صف او ګډ دریځ رامنځته شي.