بی بی سی پښتو

خلیلزاد له ملا برادر سره د بندیانو په چټک خلاصون غږېدلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۳۹۹)
په تېره چارشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، خلیلزاد د مې پر پنځمه دوحې ته تللی او نوي ډیلي او اسلام اباد ته به هم ولاړ شي.

له افغان زندانونو د طالب بندیانو د خلاصون په درشل کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې دطالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر د بندیانو د چټک خلاصون په اړه خبرې کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، په دې خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او له امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه بحث شوی.

په تېره چارشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، خلیلزاد د مې پر پنځمه دوحې ته تللی او نوي ډیلي او اسلام اباد ته به هم ولاړ شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو، چې خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بشپړ تطبیق غږېدلی او له هندي چارواکو سره به د افغانستان او سیمې د سولې تلپاتې بهیر پر اهمیت بحث وکړي.

په‌ پام کې ده چې ښاغلی خلیلزاد به اسلام اباد کې کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې بهیر وغږېږي او د تاوتریخوالي پر سم لاسي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره به د مهالوېش په اړه د ملاتړ غوښتنه وکړي.

امریکا او طالبانو د تېرې فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د سولې په دې هوکړه لیک کې د مارچ تر ۱۰ مې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدا مخکې، له افغان زندانونو د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او له طالبانو سره د ۱۰۰۰ حکومتي ځواکونو د بندیانو خوشي کېدو غوښتنه شوې، خو تر یادې نېټې له دواړو خواوو بندیان خلاص نه شول او دا بهیر وځنډېد.

تراوسه افغان حکومت د طالبانو نژدې نهه سوه بندیان او طالبانو د حکومت تر ۱۲۰ ډېر بندیان خوشي کړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تر اوسه یې له حکومتي زندانونو تر ۹۰۰ ډېر طالب بندیان خوشي کړي دي.

Trending

Exit mobile version