تازه خبرونه

خلیلزاد له هندي چارواکو سره پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په نوي دیلي کې د بهرنیو چارو له وزیر اس جي شنکر او د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د هندي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ خلیلزاد په دې لیدنه کې ویلي، چې افغان لوري باید ډاډ ترلاسه کړي، چې خاوره به یې د بل هېواد پر ضد نه کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او طالبانو د خبرو اترو پلاوي د قطر په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو د لومړي پړاو لومړۍ ناسته ترسره کړه.

د راپورونو پر بنسټ، خلیلزاد ټینګار کړی، د دې خبرو اترو بریا او د هرې موافقې پلي کیدو لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ حیاتي دی.

نوموړي زیاته کړې؛ هند او امریکا به دغې موخې ته د رسیدو لپاره ګډه کار وکړي.

په راپورونو کې زیاته شوې؛ دواړو لوریو د اوږدمهاله مرستو، سوداګرۍ، پانګونې او د سولې بهیر د اهمیت په اړه ګډ نظرونه شریک کړل.

هندي سرچینو څرګنده کړې؛ خلیلزاد د افغانانو تر منځ په خبرو اترو کې د هند  ګډون ستایلی او د خبرو اترو په اړه یې د امریکا د ارزونې په اړه توضیحات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره د هند او امریکا تر منځ په راتلونکیو ګامونو او ممکنه همکاریو خبرې وکړې.

د یادونې ده، خلیلزاد له هندي چارواکو سره د سیمه ییز امنیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړي دی.

Trending

Exit mobile version