تازه خبرونه
خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه وغږېده
په پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه د چنګاښ ۲۸ د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پاکستان له ملکي او نظامي چارواکو سره خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، چې خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د لوی درستيز قمر جاوید باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.
خلیلزاد د حکومت او طالبانو ترمنځ د سیاسي حل پر اړتیا ټینګار کړي او زیاتوي، چې دا سیاسي حل به د افغانستان امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه سیمې ته ګواښ دی او د سیمې پرمختګ له خطر سره مخ کوي.
سفارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د امنیت خوندي کول سیمه ییزو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکوي.
په پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي؛ مونږ ژمن یو، چې دې کارته د پلي کېدو زمینه برابره کړو. د افغانستان د سولې له بهیره مادي ملاتړ او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتو اړیکو ته وروستۍ بریاوې ډېرې اړینې دي.
خلیلزاد په خپل ټویټر کې د طالبانو او افغان حکومت د استازیو ترمنځ د دوه ورځنۍ غونډې تود هرکلی کړې او وایي، چې دواړه خواوې د سولې خبرو پر چټکتیا هوکړې ته رۍطدلي دي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې دا خبرې د افغان نارینه وو او ښځو د غوښتنو او پوښتنو ځواب ویونکې دي، چې پایلو ته یې اړتیا دېره ده.