تازه خبرونه

خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې وکړې

Published

on

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او ورسره پلاوي یې د پاکستان پوځ له لوی درستيز جنرال جاوید قمر باجوه سره د سولې پر هر اړخیز بهیر خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ ويلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان پر سوله، سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې شوې دي.

د پاکستان پوځي مشر باجوه زیاته کړې، چې خلیلزاد د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان له هڅو ستاینه کړې ده.

تر دې مخکې خلیلزاد له افغان سیاستوالو او طالبانو سره د سولې د انتقالي حکومت پر جوړولو او د افغانستان د سولې بهیر پر ګړندي کولو خبرې کړې دي.

خلیلزاد له افغان چارواکو سره له کتنې وروسته دوحې ته سفر وکړ او له طالب مشرانو سره یې د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې نن اسلام آباد ته ورسید او ټاکل شوې، چې د سیمې نورو هېوادونو ته به هم سفر وکړي.

په افغانستان کې د سولې د راوستلو هڅې مخ پر زیاتیدو دي؛ ځکه، چې امریکا په افغانستان کې د انتقالي ادارې د رامنځته کولو په لټه کې دي، چې له کورنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

 د افغان ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ويلي، چې په دې لیک کې امرانه سوله غوښتل شوې او دی به د امام حسین په څېر مخالفت ته دوام ورکړي او له دې سولې غوره ده، چې د پاکستان یا طالبانو ګولۍ پر ټټر وخوري.

Trending

Exit mobile version