تازه خبرونه

خلیلزاد له کابله د یو شمېر بهرنیو په ایستلو کې د قطر او اسلامي امارت مرسته ستایلي

Published

on

خلیلزاد له کابله د یو شمېر بهرنیو په ایستلو کې د قطر او اسلامي امارت مرسته او همکاري ستایلي او مننه یې ترې کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې پر ورځ په خپلو یو لړ ټیوټونو کې څرګنده کړې، چې په تېرو درې ورځو کې قطري الوتکو له کابل څخه له ۲۵۰ ډېر امریکایي، بهرني او افغان وګړي ایستلي او دا یو مثبت ګام دی.

نوموړي د اسلامي امارت له همکارۍ او د قطر له آسانتیاوو برابرولو مننه کړې او زیاتوي؛ مونږ به د قطر له حکومت، (اسلامي امارت) او نورو سره پدې اړه خپله ښکېلتیا روانه وساتو، چې د خپلو او نور بهرنيو وګړيو او د هغو افغانانو په ګډون، چې غواړي ووځي، خوندي وتلو ته زمینه برابره کړو.

د یادونې ده، چې امریکا او د ناټو نورو غړیو هېوادونو د روان کال د اګیسټ پر ۳۱ د شپې لخوا د خپلو وګړیو او افغان همکارانو ګډه ایستنه پای ته ورسوله او اسلامي امارت د دوی له وتلو وروسته خپله خپلواکي اعلان او پر هوایي ډزو ونمانځله او د پاتې نورو بهرنیانو او افغان همکارو وګړیو د وتلو لپاره یې د قانوني اسنادو پر لرلو ټینګار څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version