تازه خبرونه

خلیلزاد په افغانستان کې د وروستیو جګړو د تلفاتو پر پټولو نیوکه کړې

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تاوتریخوالي پرکمولو، اوربند  او په هېواد کې یوې سیاسي هوکړې پر رسیدو ټینګار کړی دی.  

په تخار کې د افغان ځواکونو پر هوايي برید د ماشومانو د وژنې او ټپي کیدو څرګندونې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح لخوا رد شوي؛ خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د بشري حقونو د راپور له مخې په ډاګه کړې، چې په دغو بریدونو کې دولس ماشومان وژل شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا په استثنايي توګه غواړي پر دواړو خواوو فشار راوړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، اوربند او راتلونکې سیاسي هوکړې ته زمینه برابره کړي. دا مهمه ده، چې افغان رسنۍ او مدني ټولنه خپلو چارو ته پریښودل شي، چې پېښې مستندې کړي. تراژیدي یوازې په تخار پورې محدوده نده، بلکې د طالبانو په بمونو او بریدونو کې هم ولسي وګړي وژل کیږي.

خلیلزاد په خپل تویت کې لیکلي، چې د طالبانو په بریدونو، ماینونو او چاودنو کې هم ولسي وګړي وژل کیږي.

خلیلزاد زیاته کړې؛ اوس د تاوتریخوالي د کمولو وخت دی، چې اوربند او سیاسي هوکړې ته لار اواره کړي.

نوموړي ویلي، چې په وروستیو تاوتریخوالي کې د مرګ و ژوبلې راپورونو ته په کتو امریکا پر طالبانو او افغان حکومت فشار راوړي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

د کورنیو چارو وزارت ويلي؛ طالبانو په یوه میاشت کې دیارلس سوه بریدونه کړي، چې په کې ۶۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو ويلي، چې دوی د افغان ځواکونو بریدونو ته یوازې ځواب ویلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې دواړه خواوې خپل تلفات پټ ساتي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا څېړونکی زمان سلطاني ویلي: د ځاني زیانونو لږ ښودل او په اړه یې راپور نه ورکول؛ مونږ ته د منلو ندي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اته ویشت ولایتونو کې جګړه روانه ده او په قطر کې د سولې مذاکرات هم له کوم مهم پرمختګ پرته روان ساتل شوي دي.

Trending

Exit mobile version