تازه خبرونه
خلیلزاد په افغانستان کې سوله د مرکزي آسیا په ګټه بولي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې هېواد کې د سولې او ثبات خوندي کیدل د مرکزي آسیا لپاره هم ګټور او اړین بولي.
نوموړي د خپلو سفرونو په لړ کې تېره ورځ د مرکزي آسیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې د سیمې د نښلیدو او د یو سیمه ییز صندوق د جوړیدو په اړه خبرې اترې کړې دي.
زلمي خلیلزاد په خپلو یو لړ تویتونو کې په ډاګه کړې، چې: شکند ته په سفر کې مو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي استازي ارګاشف په ګډون د تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرغیز جمهوریت بهرنیو چارو وزیرانو د سمې د دوې او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د سولې استازي دغه راز څرګنده کړې: یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره اړین دی. همدارنګه یوه منځنۍ آسیا، چې له ځواکمنو او خپلواکو دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا د نښلولو لپاره کار وکړ؛ د سیمې سوداګریزې اړیکې ورسره پراختیا کوي او دا به د ټولو لپاره ګټوره وي.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه راز مونږ په هر هېواد کې د پانګه ونې او د پولو پر شاوخوا د اړینو فرصتونو په اړه وغږیدو. مونږ دغه راز پدې هم غور وکړ، چې د سیمې د ودې او پانګونې لپاره یو ګډ صندوق ته اړتیا ده او مونږ یې پانګونې ته چمتو یو.
زلمي خلیلزاد له مرکزي آسیا سره ګډه همکاري ستایلې او وایي: مونږ اړتیا لرو، چې د افغانانو له خپلمنځي خبرو وروسته د سیاسي همغږۍ د هڅونې لپاره ګډ کار وکړو. اوس د ګډ اقتصادي لوري، د سیمې نښلولو او یووالي لپاره کار پیلیږي.
هغه ټینګار کړی، چې یو باثباته او هوسا افغانستان د مرکزي آسیا د سولې، امنیت او هوساینې لپاره اړین دی. دغه راز یوه ځواکمنه، خپلواکه او د یووالي لرونکې مرکزي اسیا، چې له افغانستان سره په ګډه د سویلي آسیا د نښلولو لپاره کاروکړي نه یوازې د سیمي، بلکې د امریکا لپاره هم ګټه لري.
هغه د سفر په دې پړاو کې د سولې او ثبات لپاره د سیمه ییزې اجماع د را څرګندولو لپاره هڅې پیل کړې او د افغانستان د سولې په اړه یې له پاکستانیو مرانو سره خبرې کړي او تمه ده، چې له افغان چارواکو سره ويدیوي خبرې ولري.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 1, 2020