تازه خبرونه
خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمختګ په اړه لیدلي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب مرستیال ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سولې له پلاوي سره د افغانستان د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم څرګنده کړې، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا او طالبانو د تړون، د طالب بندیانو د خوشې کیدو، له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو بحث او خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه لومړۍ ناسته د شنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوې ناسته د ملي او نړیوالو ټولنو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.
له دې ناسټې وروسته امریکا ویلي؛ په سیاسي ډګر کې افغان مشران متحد شوي، چې د سولې او ثبات لپاره ملاتړ رامنځته کړي.
امریکا ویلي: د جګړې ټولې خواوې باید سره راټولې شي او سولې ته لار اواره کړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د پخلاینې عالي شورا او د دې شورا د مشرتابه کمیته له طالبانو سره په خبرو کې حکومتي پلاوي ته مشوره او لارښوونه کوي، چې د سیاسي لارې نخچه، د واک شریکولو او اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.
