تازه خبرونه

خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره ولیدل

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او د دوی د مرکچي پلاوي له مشر مولوي عبدالحکیم حقاني سره لیدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې پر خپلمنځي خبرو او د بندیانو د خوشې کولو پر ګړندي بهیر خبرې راڅرخیدلي دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د مرکچي پلاوي پر نورو غړيو سربېره د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هم ګډون درلود.

ښاغلی خلیلزاد د شنبې پر ورځ دوحې ته رسیدلی، چې د حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ خبرو اترو زمینه برابره کړي.

طالبانو ویلي، چې د پاتې ۶ طالب بندیانو په خوشې کیدو کې د افغان حکومت پاتې راتلو د خپلمنځي خبرو بهیر ځنډولی او له همدې کبله دا خبرې تر دې دمه پیل شوې ندي.

ویل کیږي، چې له خوشې کیدو پاتې شپږ کسان د آسترالیایي او فرانسوي سرتېرو د وژلو مسوول دي او د خوشې کیدو پرځای به تر څارنې لاندې قطر ته واستول شي.

Trending

Exit mobile version