تازه خبرونه

خلیلزاد په کابل کې د مارشال دوستم په ګډون له بېلابېلو سیاسيونو سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۳, ۱۳۹۹)

د امریکا د سولې استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د سفر پر دوه یمه ورځ له مارشال عبدالرشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، د جمعیت ګوند له ځینو غړیو او یو شمېر نورو سیاسي شخصیتونو سره وکتل.

په کابل کې ځینو سیاسي څېرو ويلي، چې د دې غونډو په بهیر کې خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د نوې ادارې دریځ روښانه کړ.

د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی ستار مراد وایي: خلیلزاد افغانستان او طالبانو ته د امریکا د نوې ادارې د دریځ اعلانولو لپاره کابل ته راغلی دی.

کابل او دوحه د افغانستان د راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو دوه اصلي مرکزونه دي.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې مرستیال په ډاګه کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په ګډون سیمې ته سفرونه پیل کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو په هوکړه لیک کې بدلون رامنځته کړي.

د دغه استازي د څرګندونو له مخې؛ د طالب بندیانو خوشې کول، د تاوتریخوالي کمول او د می له میاشتې وروسته د بهرنیو ځواکونو د ماموریت موده د خلیلزاد د روان سفر دنده ده.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کمېټې مرستيال مايک مکال څرګنده کړې: خلیلزاد په تړون کې تعدیل غواړي، چې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ته له می وروسته هم اجازه ورکړشي او د ملکي وګړیو او افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالي کم کړي.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د دوحې تړون د پایلو او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په اړه د افغان حکومتي چارواکو او طالبانو نظرونه هم د ټینګار وړ بولي.

ځینې ​​سیاستوالو ويلي، چې زلمي خلیلزاد حکومت او طالبانو ته د بایډن د نوې ادارې پرېکړې اعلانولو لپاره افغانستان او قطر ته ندی راغلی؛ خو هغه د افغانستان لپاره د د نويو پلانونو پیلونکی دی.

د افغانستان د اسلامي تحريک مشر سید اسحق ګیلاني ویلي؛ امریکا غواړي په افغانستان کې ټولګډونه اداره جوړه کړي او دا کار لرې ندی  او غواړي طالبان قانع کړي، چې خپل شتون په کې روان وساتي.

ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به له آلمان او کابل څخه پیل شوي سفر سیمې نورو هېوادونو ته هم روان وساتي.

Trending

Exit mobile version