تازه خبرونه

خلیلزاد په یوه ورځ کې دوه ځله له اشرف غني سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۰)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې پر ورځ له ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره د سولې بهیر او د استانبول د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ خلیلزاد د ورځې د یادې ورځې په اوږدو کې دوه ځله له اشرف غني سره ولیدل او د استانبول پر راتلونکې ناستې، مهالوېش، د برخه اخیستونکیو نوملړ وروستي کیدو او د کنفرانس چمتووالي بحث او خبرې وکړې.

سپیدار ماڼۍ ویلي، چې زلمي خلیلزاد له عبدالله، ځینو سیاسي او جهادي څېرو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د استانبول ناستې ته پر چمتووالي ټینګار شوی او خلیلزاد هم ترې غوښتي، چې دې ناستې ته یوه واحده طرحه وړاندې کړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي: زلمي خلیلزاد له سولې وروسته د مرستو پر دوام ټینګار کړی او له دې شورا یې وغوښتل، چې په استانبول ناسته کې له واحدې طرحې سره ګډون وکړي.                              

 

تمه ده، چې د استانبول ناسته د اپرېل پر ۱۶ جوړه شي؛ خو ګوندونه اوس هم هوکړې ته ندي رسیدلي، یثوه واحده طرحه ولري.

طالبانو هم تر اوسه په دې ناسته کې د خپل ګډون په اړهه خبرې ندي کړي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکې ډلې له زلمي خلیلزاد سره په یوه ویډیویي ناسته کې د سولې په بهیر کې د ځوانانو د رول غوښتنه کړې.

دوي دا راز له سولې وروسته د نړیوالې ټولنې د همکاریو د دوام غوښتونکي شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د اووه سیاسي ګوندونو کمیټې د شنبې په ورځ ویلي، چې د استانبول په ناسته کې به د افغانستان د سولې د پروسې په اړه، چې د راتلونکې اوونۍ په ترکیه کې جوړېږيګ د سولې یوه ځانګړې طرحه  وړاندې کړي.

په دې کمېټه کې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي، د کریم خلیلي حزب وحدت اسلامي، د محمد محقق د افغانستان د خلکو حزب وحدت اسلامي، د صلاح الدین رباني حزب جمعیت اسلامي، د سید حامد ګیلاني حزب محاذ ملي، د مارشال دوستم حزب جنبش ملي او د انوارالحق احدي افغان ملت ګوند ونډوال دي.

که څه هم ځینې مشران د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه غړي دي؛ خو حزب اسلامي وایي، چې د ګوندونو کمېټه د جمهوریت د طرحې تر څنګ بله جلا طرحه د استانبول ناستې پر میز ږدي.

د حزب اسلامي یو غړی وایي، چې دا ګوندونه به د اپوزیسون په توګه واحده طرحه د استانبول ناستې ته وړاندې کړي او د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي هم د ملي پخلاینې عالي شورا ته تر اوسه هیڅ طرحه نده سپارلې.

د جمعیت اسلامي د مشرتابه ځینې غړي او سیاستوال د جوړښت ماتوونکیو تر سرلیک لاندې د استانبول په ناسته کې د نامتمرکز نظام د مطرح کېدو غوښتنه کوې.

د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د مشرتابه غړی همایون جریر وایي: مونږ د ګوندونو د کمېټې لخوا یوه بېله طرحه جوړه کړې ده او د اپوزیسیون په توګه په دې ناسته کې ګډون کوو او مونږ د ملي پخلاینې عالی شورا ته طرحه نده سپارلې.

د استانبول ناستې لپاره ډېرو د نظام جوړښت مطرح کړی دی.

د جمعیت اسلامي دا غړي وایي؛ باید د استانبول په ناسته کې د امارت او جمهوریت د نظامونو د جوړښت تر څنګ فډرال یا نامتمرکز نظام هم تر بحث لاندې راشي.

د حزب جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا غړي محی الدین مهدي ویلي؛ مونږ تر دې دمه لیدلي، چې د دولت ریاستي جوړښت کومه ښه پایله نده ورکړې؛ متمرکز نظام باید مات شي او له نامتمرکزه نظام سره یوې پایلې ته ورسیږو. 

د ملي پخلاینې عالي شورا د دېرش ګوندونو او سیاسي بهیرونو طرحې اخیستي؛ خو دا د کارونو وروستۍ برخه نده او ښکاري، چې د ترکیې ناستې ته به له افغانستان څخه څو طرحې ځي.

د ډېرو په باور ډېرې طرحې کولی شي د استانبول ناستې ته ستونزې جوړې کړي.

د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا غړی ستار مراد وایي: د طرحو بېلابېلې بڼې ستونزې جوړوي؛ سیاسي بهیرونه باید په تمه شي، چې د هېواد په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ملي پخلاینې عالی شورا څه پرېکړه کوي.

ډېري سیاستوال وایي، چې د استانبول په ناسته کې به لومړی اوربند او وروسته لنډ مهال نظام تر بحث لاندې راشي او د متمرکز او نامتمرکز نظام په اړه فرصت نشته؛ نو غوره ده، چې د جمهوریت حوزې ټول بهیرونه له یوې واحدې طرحې سره د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version