تازه خبرونه
خلیلزاد په کابل کې د سولې په اړه له حکومتي او مذهبي مشرانو سره ولیدل
له دوه میاشتو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مسکو له څلور اړخیزې غونډې وروسته کابل ته رارسیدلی؛ نوموړي د تېر په خلاف لومړی د ملي محاذ له رهبر سید حامد ګیلاني سره لیدلي دي.
سید حامد ګیلاني وايي، چې د خلیلزاد له خبرو ورته ښکاره شوې، چې امریکا د سولې خبرو د پیلولو لپاره د تلوار نیت لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم ويلي، چې ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاته کړې، چې د افغان سولې لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي؛ خو ټينګار یې دا دی، چې سوله باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت کې وي.
اجرائيه ریاست د یوې اعلاميې په خپرولو ویلي، چې عبدالله عبدالله له خلیلزاد سره پر تلپاتې او عادلانه سولې غږیدلی دی.
د یاد ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت پخواني چارسمبالی صلاح الدین رباني، د جنوبي آسیا په چارو کې ولسمشر ترمپ سلاکارې میرمن لیزاکورتیس او په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم حضور درلود.
دغه راز په ډاګه شوې، چې دواړو خواوو د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدل ستایلي؛ د دټاکنوپر رنښت او د ټاکنو کمیسیون پر خپلواکه پاتې کیدو ټینګار کړی دی.
له طالبانو سره د خبرو له لغوه کیدو را وروسته دا کابل ته د زلمي خلیلزاد لومړنی سفر دی. نوموړي د اکتوبر پر یو ویشتمه د سولې دا سفر له بلجیم څخه پیل کړ؛ مسکو ته ولاړ د روسیې، چین، پاکستان او امریکا تر منځ یې د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزه خبرې تر سره کړې دي.
د یادونې ده، چې د مسکو د غونډې په اعلامیه کې ټينګار شوی، چې په کار ده په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم او د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.