تازه خبرونه
خلیلزاد د طالبانو له بنده د ۱۰ سرتېرو خوشې کیدل ستایلې
هغه هیله ښودلې؛ دا کار به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې په راټیټولو کې نه یوازې مرسته وکړي، بلکې د سیاسي همغږۍ لپاره به، چې حکومت، طالبان او نور مشران په کې برخه ولري هم زمینه برابره کړي.
له دې مخکې د سره صلیب مشر پدرو سکایرر ویلي وه، چې په هلمند ولایت کې د دوی دفتر ته لس سرتېري د طالبانو لخوا سپارل شوي دي، چې وروسته د دې ولایت مقام ته د سپارلو لپاره ولیږدول شول.
د سره صلیب کمیتې دغه راز ویلي، چې دغه بنسټ د سرتېرو د خوشې کولو او سپارلو لپاره بې غرضه مرسته کړې ده.
ویل کیږي، چې دغه لس سرتېري او د افغان امریکایي پوهنتون دوه استادان د درې طالب بندیان د انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان په بدل کې خوشې شوي، چې اوس په قطر کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تېره ورځ ماښام مهال له ولسمشر اشرف غني سره د غږمزي پرلیکه نه یوازې د دغو دوه استادانو له خوشې کیدو مننه کړې، بلکې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیلیدو شرط یې هم اوربند ګڼلی دی.