تازه خبرونه
خلیلزاد د حکومت له مشرانو سره ولیدل
ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني تېر ماښام چارشنبه( د لیندۍ ۱۳) په ارګ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو یوې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره د اوربند پر اړتیا او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځیو پر ستونزو بحث او خبرې کړې دي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېر ماښام زلمي خلیلزاد او د جنوبي آسیا په چارو کې د ولسمشر ترمپ سلاکارې لیزا کورتس په سپیدار ماڼۍ کې له داکترعبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د سولې پر هڅو او د دغه بهیر په اړه د امریکا او طالبانو پر غوښتنه بحث او خبرې شوې دي.
د دغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ د ناستې ګډونکوونکیو هوکړه کړې، چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اولویت دی او له تلپاتې سولې ملاتړ کوي.
دوی د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه راټیټول د سولې خبرو د پیل مخکې شرط بولي او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پر هوکړه یې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې زلمی خلیلزاد به له کابل وروسته قطر ته ځي او له طالبانو سره به د سولې خبرې بیا پیلوي.