تازه خبرونه

خلیلزاد په کابل کې له حکومتي مشرانو او سیاسیونو سره ولیدل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۷) له حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو سره د تاوتریخوالي پر کمیدو او اوربند پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان او قطر ته له سفر وروسته کابل ته راغلی او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره یې بېلابېلې لیدنې تر سره کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، داکتر زلمي خلیلزاد نن سهار د افغانستان له ولسمشر سره وکتل او په دوحه او پاکستان کې یې د هغه د وروستي خبرو راپور وړاندې کړ.

ولسمشرۍ ویلي، چې له ولسمشر غني سره په لیدنه خبرې پر اوربند راڅرخیدلي او هوکړه شوې، چې د سولې لپاره باید لومړی اوربند اعلام شي.  

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړې، چې زلمي خلیلزاد پاکستان او قطر ته د خپل سفر په اړه ولسمشر اشرف غني ته معلومات وړاندې کړل. د ولسمشر خبرې له خلیلزاد سره پر اوربند او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر امن ځایونو راوڅرخیدې.  

دغه راز خلیلزاد په سپیدار ماڼۍ کې د ملي وحدت حکومت له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، سیاسیونو او د بېلابېلو ټولنو له استازیو سره هم ولیدل.

اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمی څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي کچې پر راټیټولو او د دوحې د ناستې پر وروستي پړاو خبرې اترې شوې دي.

په قطر کې طالب استازیو ته نږدې سرچینو منلې؛ امریکا له طالبانو غوښتي، چې د سولې د هوکړې لیک له لاسلیک ۱۰ ورځې مخکې اوربند ټینګ کړي او د تاوتریخوالي کچه هم راټیټه شي.

په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ سفیر عبدالسلام ضعیف منلې؛ دا خبر رښتیا دي، چې طالب استازيو له خپلو مشرانو سره د امریکا پر هغې غوښتنې مشورې کوي، چې لس ورځنی اوربند او د تاوتریخوالي کموالی یي د سولې د هوکړې له لاسلیک مخکې غوښتی دی.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي واقف حکیمي څرګنده کړې؛ یو هر اړخیز پلاوي باید جوړ شي، چې له طالبانو سره خبرې اترې وشي.

د طالبانو او امریکایانو خبرې ۵ ورځې روانې وې او دواړه لوریو د تاوتریخوالي پر کموالي، د اوربند پر ټینګښټ او د افغانستان پر خپلمنځي خبرو بحث کړی دی. تمه ده د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک ډېر ژر لاسلیک شي.

Trending

Exit mobile version