تازه خبرونه
خلیلزاد او سکات میلر له طالب استازیو سره لیدلي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د تویت له مخې؛ تېر ماښام ملا بردار اخند، شېر محمد عباس ستانکزي او مولوي امیرخان متقي په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قومندان سکات میلر سره لیدلي او دا لیدنه روانه ساتل شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې خبرو کې د سولې پر راتلونکیو پړاوونو بشپړې بحثونه شوي او دا لیدنه به نن د سلواغې پر لومړۍ هم روانه وي.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې د تاوتریخوالی په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
هغه زیاته کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې او ډېر ژر به لاسلیک شي.
عمر زاخېلوال د سولې په خبرو کې د پاکستان هڅو ته په نغوته کې ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د حکومت نه چمتووالی به د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې له ننګونو سره مخ کړي.