تازه خبرونه

خلیلزاد طالبانو ته د هوکړې لپاره نوی شرط وړاندې کړی- سرچینې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۳۹۸)

یو شمېر سرچینو په دوحه کې ویلي، چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ مذاکرات له نویو اختلافونو او ستونزو سره مخ شوي دي.

که څه هم طالبانو له توافق څخه مخکی د تاوتریخوالي کمی او له اووه تر لس ورځو پورې پر اور بند سلا کړې؛ خو په دوحه کی یو شمېر سرچینو ویلي، چی امریکا د طالبانو دا وړاندیز ندی منلی او زلمی خلیلزاد له طالبانو غوښتي، چی د تاوتریخوالی د کمولو لپاره پر اوږد مهاله اوربند هوکړه وکړي. دا هغه څه دي، چی امریکا د هوکړه لاسلیک لپاره د نوی شرط په توګه مطرح کړي دي.

په قطر کې سرچینې وايي، امریکا د لنډمهال لپاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمولو طرحه رد کړې او اوس له طالبانو څخه د اوږدمهال لپاره د تاوتریخوالي د کچې کمولو غوښتنه کوي.

دغه سرچینې زیاتوي، چې طالبانو هم د تړون د لاسلیک لپاره تازه شرط او د امریکایی ځواکونو تدریجي وتل تر اوسه نه دي منلي.

په قطر کې آزاد خبریال سمیع یوسفزی وایي: اوس خلیلزاد له خپل وړاندیز څخه پر شا شوی او د تاوتریخوالي د کمی په خاطر د طالبانو له څرکندونو څخه سم ندی پوه شوی او طالبان هم فکر کوي، چی امریکایانو د طالبانو وړاندیز ته نوی شرط ایښی دی.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال د المپیک مشر عبدالشکور مطمین وایي، چی امریکا او طالبانو په تېرو څو وروستیو ورځو کې هیڅ راز پرمختګ رامنځته نشو او د طالبانو استازي هم له دې خبرو خوښ ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که طالبان د تاوتریخوالي کمښت د اوږد مهال لپاره ونه مني، امریکا به تازه شرطونه وړاندې کړي. یعنې وروسته له بین الافغانی خبرو د امریکایانو وتل.

که څه هم طالبانو او امریکا د سولې هوکړې د لاسلیک پر مراسمو خبرې کولې؛ خو د امریکا تازه شرطونه د دې لامل شول، چی د یادهوکړه لیک  لاسلیک و ځندیږي.

د طالبانو پخوانی غړي سید اکبر آغا ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تاوتریخوالي پر کمښت هوکړه شوې او د افغانستان حکومت دا وایي، چې اوربند دې وشي؛ خو دومره ویلی شو، چې د افغانستان حکومت د تجرید په حال کې دی.

طالبان نږدی یوه میاشت وروسته پر لنډ مهالي اوربند سلا شول. اوس امریکا نوی شرط وړاندې کړی؛ نو ولیدل شي، چی بیا به هم خبرې له بندون سره مخ شی او که د سولې هوکړې ته به آسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه طالب او امریکایي استازیو په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version