تازه خبرونه

خلیلزاد غني او عبدالله د سولې ګډ پلاوي ته وهڅول

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۳۹۸)

د افغانستان د سولې امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د ثبات او همپالنې له ټاکنډلې سره په لیدنه کې ویلي، چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ۱۵ ورځې ځنډول شوي او دوی دې هم د والیانو له ټاکنو لاس واخلي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د رهبرۍ غړي فضل احمد معنوي آریانا نیوز ته ویلي؛ خلیلزاد په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې دواړه خواوې باید د سولې پر پلاوي ګډ کار وکړي.

خليلزاد دا ټينګار هم کړی، چې دا مهال غني او عبدالله بايد د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لپاره د ټولشموله ډلې پر جوړولو کار وکړي. ټاکل شوې وه، چې ولسمشر غني د پنجشنبې پر ورځ د لوړې مراسم پر ځای کړي وه.

دغه راز د هغه سیال عبدالله عبدالله هم د بریا ادعا کړې او نوموړی هم د لوړې مراسمو ته چمتووالی نیولی و. د دواړو لوریو تر منځ روان تاوتریخوالي د سولې هڅو ته بېلابېلې اندیښنې راپارولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ څلور ورځې تېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز خبري آژانس هم د یوې حکومتي سرچینې له خولې څرګنده کړې، چې واشنګټن له اشرف غني غوښتي، چې د لوړې مراسم د سولې پر بهیر منفي اغېز کوي او سیاسي ناندرې نورې هم زیاتولی شي؛ خو په کابل کې داسې ښکاري، چې د لوړې مراسمو ته پوره چمتووالی نیول شوی دی. 

Trending

Exit mobile version