تازه خبرونه

خلیلزاد د افغان حکومت لخوا د پلاوي جوړ نوملړ سیاستوالو ته وړاندې کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۳۹۸)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حکومتي، ګوندي او مدني ټولنو د ۱۵ غړیو هغه نوملړ له یو شمېر سیاستوالو سره شریک کړ، چې د افغان حکومت لخوا جوړ شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ارګ سره د همغږۍ له مخې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي نوملړ له یو شمېر سیاستوالو سره شریک کړی دی، چې په کې د باتور دوستم، کریم امین، ضرار احمد مقبل، محمد ناطقي، رسول طالب، حبیبه سرابي، کلیم الله نقیبي، جنرال ایوب انصاري، اورځلا نعمت، متین بیک زینب موحد، عنایت الله بلیغ، شریف زرمتۍ او عبدالهادي ارغندیوال نومونه د مرکچي پلاوي نومونه په دې جوړښت کې لیدل کیږي.

خلیلزاد له سیاستوالو غوښتي، چې د دغه نوملړ په اړه خپل دریځونه روښانه کړي.

حکومت هم وايي، چې د سولې مرکچي پلاوی ټاکل شوی او د خبرو د نېټې له معلومیدو وروسته به یې معرفي کړي.

د ولسمشر ستر سلاکار  وحید عمر ویلي: له شک پرته، چې پلاوی وروستی شوی؛ خو بشپړ جزئیات به هغه مهال وړاندې شي، چې د خپلمنځي خبرو د پیل وخت په ډاګه شي.

داسې ښکاري، چې یو شمېر سیاسي ډلې او ګوندونه له دغه نوملړ سره مخالف دي او له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله سره له وروستۍ لیدنې وروسته یې اعلامیه خپره کړې، چې ژر تر ژره یې د مصالحې یا روخې جوړې عالي شورا د جوړښت غوښتنه وکړه.

دوی په دې باور دي، چې دا شورا به مرکچي پلاوي ټاکي او د سولې خبرې به مدیریت کوي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي: د نومونو د راټولولو لپاره یو کمیسیون جوړ شوی. دې کمیسیون ته سپارښتنه شوې، چې د خبرو لپاره د افرادو نومونه ځانګړي کړي.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار سره د سولې په برخه کې د پرمختګونو او تاوتریخوالي پر کموالي خبرې کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د کب پر شلمه پیل شي؛ خو د حکومتي پلاوي د نه جوړیدو له کبله دغه خبرې ونه شوې.

د طالب زندانیانو د خوشې کولو پر سر د امریکا او افغان دولت تر منځ اختلافونو هم د دغه خبرو پخپل وخت په نه تر سره کیدو کې رول درلود.

Trending

Exit mobile version