تازه خبرونه

خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جمعې پر ورځ(د وري ۱۶) د پاکستان په اسلام آباد کې د دغه حکومت له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره وکتل او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې خلیلزاد د دوحې د وروستیو خبرو پر پایلو او د سیمې د سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه قریشي ته معلومات ورکړي او د افغانانو د خپلمنځیو خبرو په اړه یې له هڅو ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرقریشي د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پاکستان تېرې ژمنې بيا تکرار کړې او په ډاګه یې کړه، چې د سولې لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرې د سیمې د امنیت لپاره ګټورې دي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان په افغانستان کې نه یوازې سوله او ثبات غواړي، بلکې په دې هېواد کې اقتصادي او بشري ودې ته هم هڅې کوي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ خلیلزاد د پاکستان له استازیو سره د یو پلاوي په کچه هم خبرې درلودې، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې چنجوعه یې مشري کوله. دغه پلاوي هم له خلیلزاد سره د سولې بهیر په اړه خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې همداراز ښاغلي خلیلزاد ته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپپیو سره د خپلو تیلیفوني خبرو اترو جزئیات هم ورکړل.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په خپل یو تویت کې څرګنده کړې ، چې  تهمینې جنجوعه له زلمي خلیلزاد سره د سولې د روان بهیر د غښتلي کولو په اړه خبرې کړي دي.

خلیلزاد  د یوې اوونۍ په لړ کې له سیاسي مشرانو او د ټولنې د بېلابېلو  قشرونو له استازیو سره په لیدنه کې د سولې خبرو جزئیات شریک کړي او ټیینګار یې کړی، چې د سولې خبرو لپاره یو ټول منلی پلاوی جوړ شي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد هاشم ارتاق وایي، چې د افغانستان په قضیه کې بېلا بېل هېوادونه د همغږۍ غوښتونکي دي. مونږ هیله من یو، چې په کوردننه یوه اجماع رامنځته شي.          

سیاسي مخکښ عباس نویان وایي؛ دغه روانې لیدنې د یو پراخ پلاوي د جوړولو لپاره تر سره کیږي، چې له طالبانو سره د بل پړاو په خبرو کې برخه واخلي.

ځینو سیاسي مشرانو په قطر کې له طالب استازیو سره ناستې ته تیاری نیولی؛ خو حکومت یې تر دې دمه مخالفت کوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې د قطر ناستې ته د ورتلو ټټر وهي وایي؛ د حکومت هره هغه هڅه، چې له طالب استازیو سره د سیاستوالو ناسته ودروي، جرم او ان د ده په ټکو خیانت دی.

هغه څرګنده کړې، چې زما هیله، غوښتنه او هڅه داده، چې حکومت دې له تدبیره کار واخلي او په خبرو کې دې ګډون وکړي؛ خو که برخوال نشو، مونږ نشو کولی، چې سولې ته د رسیدو لپاره خپله ملي هڅه ودروو. د دغې ناستې درول جرم دی، تېروتنه ده او مونږ به دا جرم او تېروتنه ونه منو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی سیمې ته په خپل شپږم پړاویز سفر کې  تر اوسه له بریتانیا، بلجیم، افغانستان او پاکستان لیدنې کړي او ټاکل شوې، چې په ورځو کې ازبکستان، اردن او قطر ته هم ولاړ شي.  

Trending

Exit mobile version